پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې ۱۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د نوي قلعه سمسور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د نوي قلعه سمسور او د سرحوضې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، سرحوضې لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۰۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د نوي قلعه سمسور لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په اووم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د اتو ویکټو په توپیر يې لوبه وګټله.
د يادو سياليو موخه په لېرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی و او په پای کې لومړي مقام ګټونکي لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل ورکړل شو.
