ننګرهار؛ د تکواندو ولسواليو جام سيالۍ د خوږياڼيو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۱۹ - ۲۲:۵۵
ننګرهار؛ د تکواندو ولسواليو جام سيالۍ د خوږياڼيو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د تکواندو فدراسيون له خوا، د شپږمې ناحيې اړوند جمنازيوم کې د تکواندو جام سياليو په نوم د تکواندو سيالۍ وشوې.

دغو سياليو کې له خوږياڼو، حصارک، سره رود، بټي کوټ، رودات، غني خېل، کابل کمپ او مومند درې څخه ۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

د يادو سياليو په پايله کې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند شاهين کلب له ۱۱ برياوو سره لومړی مقام او حصارک له ۴ برياوو سره د دويم مقام ګټونکی شو.

دغه سيالۍ په درې عمري کټګوريو کې ترسره شوې او يو ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۴۱
Background image

بدخشان؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د بهارک ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت به امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۲۲ تنو خپلو پهلوانانو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۳۵
Background image

جوزجان؛ مرديان ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرديان ولسوالۍ په جنګل اريغ کلي کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې.

د. . .

BACK TO NEWS