د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس د بدخشان ولايت د وزلوبې فدراسيون له استازو، پهلوانانو او اس لرونکو سره وليدل

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۱۹ - ۲۲:۲۹
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس د بدخشان ولايت د وزلوبې فدراسيون له استازو، پهلوانانو او اس لرونکو سره وليدل

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي، د ياد ولايت د مرکز او ولسواليو د وزلوبې فدراسيون له نيږدې ۳۰۰ پهلوانانو، اس لرونکو او مينوالو سره ولیدل او د دغه ورزش د لا غوړېدا، پرمختګ، سمون او يو بل منلو په موخه خبرې وشوې.

په دغه ناسته کې د ورزش ادارې رهبري پلاوي، د ياد ولايت ورزشي امر، د مرکز فيض اباد او ولسواليو پهلوانانو، اس لرونکو او د وزلوبې مينوالو ګډون کړی وو.

د هېواد د ورزش ادارې عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق د يادې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د وزلوبې ورزش په برخه کې فعاله ونډه واخلي، يو بل ومني او د يو موټی کېدو فکر خپل کړي.

هېره دې نه وي، چې د دغې ناستې او ليدو په پای کې د مرکز فیض اباد، ولسواليو او لرې پرتو سیمو اس لرونکو، پهلوانانو او د وزلوبې مينوالو بدخشان ولايت ته د ورزش ادارې د رهبري پلاوي سفر غوره او نېک اقدام ياد کړ او هيله يې وښوده، چې د ياد ولايت د وزلوبې ورزش لپاره دغه راتګ د يووالي، سمون او يو بل منلو سبب شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS