کابل کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د هنډبال ۳۱م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۷:۵۶
کابل کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د هنډبال ۳۱م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فداسیون له لوري د کابل ولايت د ۶ لوبډلو ترمنځ د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې، د هنډبال ۳۱م پړاو ټاکنيزې سيالۍ د کابل کلب لوبډلې په اتلولۍ او د کامه کلب په دويم مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

په دغه سياليو کې شپږ لوبډلې ( هدايت کلب، معارف، جوانان کابل، کامه کلب، پولي تخنيک او کابل کلب) په دوو ګروپونو کې د يو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شوې، چې په پايلوبه کې يې کابل کلب خپلې سيالې کامه کلب لوبډلې ته ۲۳ - ۲۰ ګولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دې سیاليو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست مالي او اداري رييس مولوي عبدالناصر هاشمي، د دعوت او ارشاد رييس مولوي داد محمد بريال عطايي، د کابل بدني روزنې او ورزش رياست رييس، مولوي عتيق الله خالد، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او د دې ورزش مينوالو ګډون کړی وو.

دغه سیالۍ، چې د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې وې، تر څو د ملي لوبډلې په راتلونکو ټاکنيزو سياليو کې د کابل په استازولۍ ګډون وکړي، په پايله کې يې ۱۸ لوبغاړو وکولي شول، د کابل هنډبال منتخبې لوبډلې ته لار ومومي.

ديادونې وړ ده، چې د دې سیالیو په پاي کې کابل کلب لومړی مقام، کامه کلب دوم مقام او معارف کلب درېيم مقام ترلاسه کړ، چې د هنډبال فدراسيون مسوولينو له لوري ورته مډالونه او کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS