غزني کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۹:۱۶
غزني کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري او د Y.H.O.D مؤسېسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ازادي لوبډلې خپلې سیالې درېيم پلان لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۶
Background image

خوست؛ په‌ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

ننګرهار کې د ۲۰ ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له ۲۰ ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS