اینټر میلان لوبډله د بارسلونا په ماتولو سره پایلوبې ته ووتله

د اروپا فوټبال اتلانو غوره لیګ د څلور غوره لوبډلو پړاو په درېیمه سیالۍ کې اینټر میلان لوبډلې د ۴– ۳ ګولونو په توپیر د دغه لیګ مخکښې لوبډلې بارسلونا ته ماته ورکړه او پایلوبې ته ووتله.
په دغه پړاو کې لومړۍ سیالي د دواړو لوبډلو تر منځ ۳ – ۳ مساوي شوې وه، چې په ټولیز ډول د ۷ – ۶ ګولونو په توپیر اینټر میلان د دغه پړاو کټونکې شوه.
د دغه پړاو وروستۍ سیالي به د ارسنال او پاریسن جرمن لوبډلو تر منځ نن د کابل پر مهال ۵:۰۰ بجې تر سره شي.
د څلور غوره لوبډلو پړاو سیالۍ د اپریل میلادي میاشتې پر ۳۱مه پیل شوې وې او نن ( د مې پر ۷مه) به پای ته ورسېږي.