کابل کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د هنډبال ۳۱م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۳۹
کابل کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د هنډبال ۳۱م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فداسیون له لوري د کابل ولايت د ۶ لوبډلو ترمنځ د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د هنډبال ۳۱م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

په دغه سياليو کې به شپږ لوبډلې ( هدايت کلب، معارف، جوانان کابل، کامه کلب، پولي تخنيک کلب او کابل کلب) په دوو ګروپونو کې د يو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي، چې په پايله کې به يې دوه پياوړې لوبډلې د کابل منتخبو لوبډلو په توګه غوره شي.

د دې سیالیو پيليزه لوبه د کابل کلب او کابل پولي تخنيک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې کابل کلب خپلې سيالې کابل پولي تخنیک کلب لوبډلې ته د ۲۷ ـ ۱۹ ګولونو په توپير ماته ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د کابل لپاره د دوه منتخبو لوبډلو ټاکلو په موخه پيل شوې، تر څو د ملي لوبډلې په راتلونکو ټاکنيزو سياليو کې د کابل په استازولۍ ګډون وکړي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۴۱
Background image

بدخشان؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د بهارک ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت به امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۲۲ تنو خپلو پهلوانانو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۳۵
Background image

جوزجان؛ مرديان ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرديان ولسوالۍ په جنګل اريغ کلي کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې.

د. . .

BACK TO NEWS