د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د کندز ولايت له ورزشي ادارې ليدنه وکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۲۸
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د کندز ولايت له ورزشي ادارې ليدنه وکړه

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د يادې ادارې د المپيکي چارو رييس الحاج داد محمد پاينده اختري، د پلان او ستراتيژۍ رييس انجنير محمد حنیف حنيفي او د نوموړې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني د کندز ولايت له ورزشي ادارې، ورزشي اماکنو ليدنه وکړه او د دغه ولايت د ورزشي رياست له کارکوونکو او د مختلفو ورزشي فدراسيونونو له مسولينو سره يې وليدل او د دوی ستونزې يې واورېدې.

په پيل کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ياد ولايت ته د‌ دوی ورتګ يې په‌ ورزشي برخه کې غوره اقدام‌ ياد کړ.

ورپسې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د ياد ولايت د ورزشي ادارې او مختلفو ورزشي فدراسيونونو له‌ استازو سره ناسته وکړ او د دوی غوښتنې او ستونزې يې واورېدې. ښاغلي وثيق د کندز ولايت ورزشي مسولينو ته په خپله‌ وينا کې وويل: د‌ کندز ولايت خلک له لومړيو غيرتي او مېلمه پال خلک‌ وو او نن هم هماغه خلک دي، نوموړي همداراز زياته کړه: ورزش د بل هر وخت په پرتله مخ پر بره روان دی او ښه وده يې کړې، چې په ټوله کې د دغې ودې او پرمختګ لامل تاسو د مختلفو ورزشي فدراسيونونو مسولين يئ، چې غښتلي، پياوړي او په اسلامي روحيه سمبال ورزشکاران مو روزلي او نن سبا د هېواد په کچه په نړيوالو سياليو کې له لاسته راوړنو ډک لاسونه هیواد ته راستنیږي. هغه د ياد ولايت له ورزشي مسولينو سره ژمنه وکړه، چې د‌ هيواد د ورزش اداره يې د‌ تیر په څېر ترڅنګ ولاړه ده‌ او په ورزشي برخه کې به‌ يې هر اړخيز ملاتړ کوي او ستونزو ته‌ به‌ يې رسېدنه کوي.

هېره دې نه وي، چې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي شمالي ولايتونو ته د ورزشي ادارو د ارزونې په موخه سفر پيل کړی، چې تېره ورځ يې د بغلان ولايت له ورزشي ادارې هم ليدنه کړې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۸
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د فولاد صنعتي شرکت په مالي ملاتړ د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د "غوري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۵
Background image

ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مومندرې لوبډلې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۱
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په هزار طوقي کلي کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS