د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د پروان ولايت له ورزشي ادارې ليدنه وکړه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۸:۵۶
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د پروان ولايت له ورزشي ادارې ليدنه وکړه

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د يادې ادارې د المپيکي چارو رييس الحاج داد محمد پاينده اختري، د پلان او ستراتيژۍ رييس انجنير محمد حنیف حنيفي او د نوموړې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني د پروان ولايت له ورزشي ادارې، ورزشي اماکنو ليدنه وکړه او د دغه ولايت د ورزشي آمريت له کارکوونکو او مختلفو ورزشي فدراسيونونو له مسولينو سره يې وليدل.

په پيل کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د ياد ولايت د ورزشي برخې په اړه يې خبرې وکړې او په ځينو برخو کې يې د ورزش ادارې له رهبري پلاوي د لا زياتې پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق د پروان ولايت د ورزشي مسولينو هڅې وستايلې، هغه يې د هېواد په کچه د ورزش په ډګر کې د ترلاسه شويو لاسته راوړنو برخه ياد کړل او له دوی يې د لا زياتې هڅو غوښتنه وکړه. ښاغلي وثيق د ياد ولايت له مسولينو سره ژمنه وکړه، چې د هېواد د ورزش اداره به د تېر په څېر د دغه ولايت له ورزشي برخې سره همکاره وي او خپله همکاري به نه درېغوي.

د يادونې وړ ده، چې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوی، د شمالي ولايتونو د ورزشي ادارو د ارزونې په موخه سفر پيل کړی او د څو ولایتونو ارزونه به وکړي‌.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS