بارسلونا لوبډلې ریال وایادولید ته ماته ورکړه

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ د ۳۴مې اونۍ پر دوام: بارسلونا د ۲ – ۱ ګول په توپیر ریال وایادولید لوبډلې ته ماته ورکړه.
دغه سیالۍ کې رافینیا او فرمین لوپز د بارسلونا په ګټه ګولونه ووهل.
بارسلونا د دغې سیالۍ په ګټلو له ۶۹ امتیازونو سره د جدول په سر کې لا پیاوړې شوه او تر دې دمه یې سیاله لوبډله ( ریال مادرید) اووه امتیازه شاته کړې.
دغه لیګ د ۲۰ لوبډلو په ګډون ۳۴ اونۍ وړاندې پیل شوی او څلور اونۍ به نور هم دوام وکړي.