القادسیه لوبډلې الخلود ته ماته ورکړه

د سعودي عربستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام؛ القادسیه د ۴ – ۱ ګولونو په توپیر الخلود ته ماته ورکړه.
دغه سیالۍ کې پییر امریک اوبامیانک او جولیان کوینونس د القادسیه په ګټه دوه، دوه ګولونه ووهل، چې په دې سره دواړه د غوره ګولوهونکو په لیست کې شامل شول.
القادسیه د دغې لوبې له ګټلو وروسته له ۶۹ امتیازونو سره په څلورم مقام کې لا پیاوړې شوه او یوازې یو امتیاز تر النصر شاته پاتې ده.
د دغه لیګ ۳۰مه اونۍ د ۱۸ لوبډلو په ګډون روانه ده او څلور اونۍ به نور هم دوام وکړي.