بغلان کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلواناني ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د پهلوان صمیم سیدي په مالي ملاتړ د یاد ولایت د قند فابرېکې په ورزشي چمن کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۳ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د پهلواني ورزش ته د ځوانانو هڅوول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و.