لوگر؛ شاهين برکي برک لوبډلې د ولايت په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۱:۱۳
لوگر؛ شاهين برکي برک لوبډلې د ولايت په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پل علم ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د شاهين برکي برک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو په پايلوبه کې شاهين برکي برک لوبډلې خپلې سيالې کلنگار ځوانانو لو‌بډلې ته د ۴ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او د لوگر ولايت څخه يې د کابل اتلولۍ ليگ ته لار پېدا کړه.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د لوگر ولايت څخه د کابل اتلولۍ ليگ ته د لوبډلې ټاکل وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS