بارسلونا د اسپانیا فوټبال جام سیالیو اتلولي وګټله

org2_admin
بارسلونا د اسپانیا فوټبال جام سیالیو اتلولي وګټله

بارسلونا د اسپانیا فوټبال جام ۱۲۱ ام پړاو سیالیو اتلولي له ریال مادرید څخه د ۳ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله.

په دغه سیالۍ کې پدرې، فرناندو تورس او ژول کونده د بارسلونا په ګټه ګولونه ووهل.

بارسلونا د دغه جام ۳۲ اتلولیو په ګټلو سره تر ټولو مخکې ده، ورپسې اتلتیکو بیلباوو ۲۳، ریال مادرید ۲۰ او اتلتیکو مادرید ۱۰ اتلولۍ لري.

د اسپانیا فوټبال جام سیالۍ د سل لوبډلو په ګډون د ۲۰۲۴ میلادي کال د اکتوبر پر ۹ پیل شوې وې او د ۲۰۲۵ کال د اپریل پر ۲۶مه نېټه پای ته ورسېدې.