پکتيکا؛ په‌ يحی خېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۲:۳۲
پکتيکا؛ په‌ يحی خېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په یحی خېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې ۱۱ ورځې وړاندې پيل شوې وې، د برات خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د برات خېلو او یحی خېلو لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه برات خېلو لوبډلې وکړه او په ټاکلو شپږو اورونو کې يې د درېوو لوبغاړو په زيان خپلې سيالې لوبډلې ته ۱۳۹ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې یحی خېلو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زيان ۹۴ منډې وکړې او په ۴۵ منډو يې ماتې وخوړه.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالي فضا برابرول او ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS