افغان کورشکارانو د ترکمنستان په کوربتوب په نړیوالو سیالیو کې شپږ مډاله او درېیم مقام خپل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۸:۵۱
افغان کورشکارانو د ترکمنستان په کوربتوب په نړیوالو سیالیو کې شپږ مډاله او درېیم مقام خپل

افغان کورشکارانو د ترکمنستان هیواد د عشق اباد ښار په کوربتوب په نړیوالو سیالیو کې، چې د غویي میاشتې پر دویمه پیل شوي او تر ۵ مې به دوام وکړي، په " ګورش " سبک کې پنځه د برنزو، یو د نقرې مډال وګاټه او په ټیمي ډول یې درېیم مقام خپل کړ.

په نننیو سیالیو کې ویس عزیزي په ۹۰ کیلو وزن کې د سپینو زرو، محب رحماني په ۱۰۰ کیلو وزن کې، کریم الله علیزي په ۵۷ وزن کې، کلیم حبیبي په ۶۲ وزن کې، امین الله پهلوان په ۷۵ وزن کې او میرویس ابراهیمي په + ۱۰۰ وزن کې د برنزو مډالونه وګټل.

یادې سیالۍ د ۱۴ هیوادونو د ورزشکارانو ترمنځ په دوو سبکونو " ګورش او الش " کې پیل شوي، چې له افغانستان څخه ۱۲ ورزشکارانو او شپږ اړوند مربیانو او هیئت ګډون کړی. په ګورش سبک کې ترکمنستان اول، قرغیزستان دویم او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.

د یادولو وړ ده، چې شپږ افغان ورزشکاران به سبا په الش سبک کې سیالۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS