کندز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۴۴
کندز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قچي سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د کندز عرضبيگي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې کندز عرضبيگي لوبډلې خپلې سيالې کندز نيک پي لوبډلې ته د ۱ پر ۰ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې همغږي رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS