الاتحاد لوبډلې الاتفاق ته ماته ورکړه

د سعودي فوټبال غوره لیګ ۲۹ مې اونۍ کې، ددغه لیګ مخکښې لوبډلې الاتحاد د ۳ – ۲ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې الاتفاق ته ماته ورکړه.
په دغه سیالۍ کې د الاتحاد په ګټه کریم بنزیمه، هوسیم اوار او دانیلو پریرا ګولونو ووهل.
الاتحاد تر النصر لوبډلې ۶ امتیازه مخته ده او له ۶۸ امتیازونو سره د جدول په سره کې ځای لري.
د سعودي فوټبال غوره لیګ د ۱۸ لوبډلو په ګډون ۲۹مه اونۍ روانه ده او پینځه اونۍ به نور هم دوام وکړي.