ریال مادرید لوبډلې اتلتیکو بیلباوو ته ماته ورکړه

org_admin
ریال مادرید لوبډلې اتلتیکو بیلباوو ته ماته ورکړه

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالیو ۳۲مې اونۍ سیالیو کې ریال مادرید، اتلتیکو بیلباوو ته د ۱-۰ ګول په توپیر ماته ورکړه.

دغه سیالۍ کې د ریال په ګټه یوازنی ګول فدریکو والورده وواهه.

ریال د یادې لوبې په ګټلو سره ۶۹ امتیازه شول؛ خو لا هم څلور امتیازه تر بارسلونا شاته ده، تر څو تر بارسلونا مخته شي.

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالۍ د ۲۰ لوبډلو په ګډون ۳۲مه اونۍ روانه ده او ۶ اونۍ به نور هم دوام وکړي.