ننګرهار؛ په مومندرې ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۱۹
ننګرهار؛ په مومندرې ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ هزارناو سوپر سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د هزار ناو سوپر سټار او هزار ناو اجتماعي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، هزار ناو سوپر سټار لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د هزار ناو اجتماعي لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۰ منډې جوړې کړې او د ۵۵ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه له نطام څخه ملاټر وو، چې ۲۰ ورځې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS