زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سیالۍ تر سره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کراټې فدراسیون داستازولۍ له لوري ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې د کراټې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، د استاد عصمت الله او استاد موسی خان د کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوي، چې په پايله کې د استاد عصمت الله د کلب ورزشکارانو بريا خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې دوه ورځې دوام وکړ.