لوګر؛ خروار ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۶:۵۵
لوګر؛ خروار ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خروار ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د قاري عاشق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د خروار اتلانو او قاري عاشق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه قاري عاشق لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٢١٧ منډو هدف وټاکه. خروار اتلانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د نهو ویکټو په زیان ١٨٢ منډې وکړې او د ٣٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په روداتو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په روداتو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې. د دغو سياليو پايلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز متون ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز متون ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې. دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په رقابت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند تکواندو فدراسیون د استازولۍ له لوري په روداتو ولسوالۍ کې د تکواندو ۱۲ تنو ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه ورکړل شول.

په دغو کمربندونو کې چې سور، ژېړ، شين او ابی وو، ۱۲ ورزشکارانو ته له ازموينې وروسته ورکړل شول او په پای کې يې غوره ورزشي نندارې هم و وړاندې کړې.د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست. . .

BACK TO NEWS