ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۲:۱۲
ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سپین غر او اېلېون سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه اېلېون سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٨٥ منډو هدف وټاکه. سپین غر لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ٧٤ منډې وکړې او د لسو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۲۰:۴۸
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍواله جام په حذفي پړاو کې هند ته هم ماته ورکړه

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په اتو غوره لوبډلو پړاو کې هند ته د ۲ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغانستان په ګروپي پړاو له درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۲۰:۴۴
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍواله جام په حذفي پړاو کې نمیبیا ته ماته ورکړه

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې نمیبیا ته د ۶ – ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS