غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ د شهدای حوتقول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۱:۲۸
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ د شهدای حوتقول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د جاغوري ولسوالۍ په همدم حوتقول ورزشي جمنازیوم کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شهدای حوتقول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې شهدای حوتقول لوبډلې خپلې سيالې اتحاد داوود لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې یاسین جعفري غوره ګول وهونکی، بسم الله حسیني غوره لوبغاړی او میرزا حسین بیا غوره ګول ساتونکی وپېژندل شو.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د کوچني اختر لمانځل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS