بارسلونا لوبډلې بورسیا دورتموند ته ماتې ورکړه

org_admin
بارسلونا لوبډلې بورسیا دورتموند ته ماتې ورکړه

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ اتو غوره لوبډلو پړاو سیالیو پر دوام؛ بارسلونا د بورسیا دورتموند سره سیالي وکړه، چې د ۴ – ۰ ګولونو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه.

دغه سیالۍ کې رابرت لیوندوفسکي دوه ګولونو، رافینا او لامین یمال یو، یو ګول وواهه.

په ورته مهال کې د دغه پړاو بله لوبه د پاریس سېنټ جرمن او استون ویلا تر منځ وشوه، چې د ۳ – ۱ ګولونو په یې استون ویلا ته ماته ورکړه.

د دغه لیګ اتو غوره لوبډلو پړاو سیالۍ د روانې میلادي میاشتې پر اتمه پیل شوې او تر ۱۶ مې نېټې به دوام وکړي.