لوگر؛ پيروزي لوبډلې د اختریز جام په نوم د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۱۸
لوگر؛ پيروزي لوبډلې د اختریز جام په نوم د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

د ‌لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز پل علم ښار په لودين جمنازيوم کې د ياد ولايت په کچه د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د پيروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو په پایلوبه کې پيروزي لوبډلې خپلې سيالې لوگر شيران سنگ شکن لوبډلې ته د ۸ پر ۷ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري لوبډلو ته کپونه، مډالونه، ستاينليکونه او ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۰
Background image

پکتیا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰. . .

BACK TO NEWS