د بارسلونا او ریال بتیس لوبه مساوي پای ته ورسېده
د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالیو بر دوام؛ تېره شپه د بارسلونا او ریال بتیس ترمنځ سیالي وشوه، چې د یو یو ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسېده.
بارسلونا د دغه لیګ له مخګښو لوبډلو څخه ده او له ۵۸ امتیازونو سره د جدول په سره کې ځای لري، ریال بتیس هم په دغه مساوي کې یو امتیاز تر لاسه کړ او د جدول له شپږم مقام څخه پینځم ته پورته شوه.
د اسپانیا فوټبال غوره لیګ د شل لوبډولو په ګډون د ۲۰۲۴ میلادي کال د اګسټ پر ۱۶مه پیل شوی او د روان میلادي کال د مې پر ۲۵مه به پای ته ورسېږي.