د انګلیستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام؛ استون ویلا، ناټینګهم فوریسټ ته ماتې ورکړه

د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام، تېره شپه (د مارچ ۵مه) د استون ویلا او ناټینګهم فوریست تر منځ سیالۍ وشوه، دغه سیالۍ کې استون ویلا د ۲ – ۱ ګولونو په توپیر ناټینګهم فوریسټ ته ماتې ورکړه.
ناټینګهم فوریست په دغه لیګ کې تېرې څلور پرلپسې لوبې وګټلې او د جدول درېیم مقام ته پورته شوه، چې اوس مهال د ۵۷ امتیارونو په درلودلو سره په همدې مقام کې پاتې ده.
د انګلیستان فوټبال غوره لیګ د شل لوبډولو په ګډون د ۲۰۲۴ میلادي کال د اګسټ پر ۱۶مه پیل شوی او د روان میلادي کال د مې پر ۲۵مه به پای ته ورسېږي.