النصر د الهلال په ماتولو بریالی شو

org2_admin
النصر د الهلال په ماتولو بریالی شو

د سعودي عربستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام؛ د دغه لیګ دوه پیاړو لوبډلو النصر او الهلال تېره شپه( د مارچ ۴مه) سیالي وکړه، چې په پایله کې النصر د ۳ – ۱ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې د النصر په ګټه کرستیانو رونالدو دوه ګولونه او الحسن یو ګول وواهه.

د النصر لوبډلې له ۲۰۲۱ میلادي کال راپدیخوا په اووه پرلپسې سیالیو کې له الهلال څخه ماتې خوړلې وه او له اوږده ځنډ وروسته یې خپل سیال مات کړ.

د سعودي عربستان فوټبال غوره لیګ د ۱۸ لوبډلو په ګډون د ۲۰۲۴ میلادي کال د اګسټ میاشتې پر ۲۲‌مه پیل او د ۲۰۲۵ د مې میاشتې تر ۲۶‌مې به دوام ولري.