هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٤٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۱ - ۹:۲۶
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٤٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ٤٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پوپل او ورونو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د پوپل او ورونو او بېنوا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پوپل او ورونو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦١ منډو هدف وټاکه. بېنوا لوبډلې د هدف په تعقیب کې ١٠٠ منډې وکړې او د ٦٠ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون په مرسته او د فوټبال آسیایي کنفدراسیون (AFC) له لوري د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٠ روزونکو ته د فوټبال درېیمه درجه (لایسنس C) روزنیز کورس پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۵۰
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS