ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۱ - ۸:۵۱
ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ د چپرهار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو ٢٤ لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایلوبه کې یې چپرهار لوبډلې د ٢/١ میدان په توپیر خپلې سیالې ښېوې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون په مرسته او د فوټبال آسیایي کنفدراسیون (AFC) له لوري د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٠ روزونکو ته د فوټبال درېیمه درجه (لایسنس C) روزنیز کورس پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۵۰
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS