هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ٢۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۱۲
هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ٢۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سیالۍ د خپلواک اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د خپلواک اتلانو او ظاهري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ظاهري لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١۶ منډو هدف وټاکه. خپلواک اتلانو لوبډلې ټاکلی هدف د شپږو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټرسايکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون په مرسته او د فوټبال آسیایي کنفدراسیون (AFC) له لوري د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٠ روزونکو ته د فوټبال درېیمه درجه (لایسنس C) روزنیز کورس پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۵۰
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS