ننگرهار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۸:۵۰
ننگرهار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د پامير او ځوانانو رڼا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ مساوي پای ته ورسېده، خو د وخت د کمښت له امله او د فوټسال کمېټې د پرېکړې په اساس پامیر لوبډلې ته چې په ياد جام کې يې له نورو لوبډلو څخه ښه وړتيا ښودلی وه د اتلولۍ جام ورکړل شو.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سیالیو ۱۵ ورځې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون په مرسته او د فوټبال آسیایي کنفدراسیون (AFC) له لوري د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٠ روزونکو ته د فوټبال درېیمه درجه (لایسنس C) روزنیز کورس پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۵۰
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS