هلمند؛ لښکرگاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۸:۴۸
هلمند؛ لښکرگاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لسمه حوزه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سیالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د لسمې حوزې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د لسمې او درېيمې حوزو لوبډلو ترمنځ سره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې لسمې حوزې لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۶ پر ۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت برابرول وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۲۰
Background image
جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

BACK TO NEWS