بارسلونا، اتلتیکو مادرید ته ماتې ورکړه

org2_admin
بارسلونا، اتلتیکو مادرید ته ماتې ورکړه

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ ۲۸‌مې اونۍ کې بارسلونا له اتلتیکو مادرید سره لومړۍ سیالۍ دوه، دوه مساوي کړه؛ خو وروستۍ سیالۍ کې یې د ۴ – ۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

په وروستۍ سیالۍ کې د بارسلونا په ګټه فران توریس دوه ګوله، لامین یامال او رابرت لیواندوفسکي یو، یو ګول وواهه.

په دغه لیګ کې بارسلونا د ۶۰ امتیازونو او ۴۸ ګولونو په درلودلو سره لومړی مقام او ریال مادرید د ۶۰ امتیازونو او ۳۲ ګولونو په درلودلو سره دویم مقام لري.

په یاد لیګ کې هره لوبډله له خپلې سیالې لوبډلې سره یو ځل د کوربه او یو ځل د مېلمه په توګه سیالي کوي.

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ د۲۰ لوبډلو په ګډون ۲۸‌مه اونۍ روانه ده او لس اونۍ به نور هم دوام وکړي.