پکتیا؛ په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال شپنۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
پکتیا؛ په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال شپنۍ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لورې د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو تر منځ د والیبال شپنۍ سیالۍ د راغه کلي لوبډلې په بریا سره پیل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د راغه کلي لوبډلې خپلې سیالې سيدکرم لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او بريايې وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوې دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS