بارسلونا ۱ – ۰ بنفیکا ته ماتې ورکړه

org_admin
بارسلونا ۱ – ۰ بنفیکا ته ماتې ورکړه

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ دویم پړاو سیالیو پر دوام؛ بارسلونا ۱ - ۰ ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې بنفیکا ته ماتې ورکړه.

هممهاله په دغه لیګ کې لیورپول د ۱ – ۰ ګول په توپیر پاري سن ژرمن لوبډلې ته ماتې ورکړه.

بارسلونا او لیورپول د دغه لیګ په دویم پړاو سیالیو کې له مخکښو لوبډلو څخه دی، بارسلونا تر دې دمه له خپلو اتو سیالیو څخه شپږ ګټلي، یوه بایللې او یوه مساوي کړې ده او د جدول په دویم مقام راځي؛ خو لیورپول له خپلو اتو سیالیو څخه یوازې یوه بایللې ده، چې د جدول په سره کې ځای لري. ارسنال لوبډله بیا د دغه جدول درېیم مقام کې ده.

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ سیالیو دویم پړاو، د روان میلادي کال فیبروري میاشتي پر ۱۳‌مه د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوی او د مارچ تر ۱۳مې به دوام ولري