ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۱۰ - ۲۲:۱۷
ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار فوټبال مرکزي لوبغالي کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د ځغاستې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې په ۱۵۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، په پايله کې فريد الله لومړی، فرهاد صافي دويم او عاطف الله بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۲۰:۴۸
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍواله جام په حذفي پړاو کې هند ته هم ماته ورکړه

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په اتو غوره لوبډلو پړاو کې هند ته د ۲ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغانستان په ګروپي پړاو له درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۲۰:۴۴
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍواله جام په حذفي پړاو کې نمیبیا ته ماته ورکړه

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې نمیبیا ته د ۶ – ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS