کاپیسا؛ د کوهستان په حصه دو ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشن کراټې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۰:۱۲
کاپیسا؛ د کوهستان په حصه دو ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشن کراټې سیالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیوکوشن کراټې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د کوهستان حصه دو ولسوالۍ کې د رمضان اتلولۍ جام په نوم د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشن کراټې ماتسو سبک سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل او کاپیسا ولایتونو ورزشکارانو په بېلا بېلو وزنونو کې د تک فایټ په ډول سیالۍ ترسره کړې، چې په پایله کې د کاپيسا ولایت ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د کراټې ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۲
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۱
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د چاهي ولسوالۍ په دالي کلي کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۹
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د بلخ ولسوالۍ په وزيرآباد کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS