خوست؛ په تريزيو عليشيرو ولسوالۍ کې د ۹۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۴:۵۲
خوست؛ په تريزيو عليشيرو ولسوالۍ کې د ۹۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدن روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېب بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د تريزيو عليشيرو ولسوالۍ په اتفاق لوبغالي کې د ۹۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د عليشيرو للمې ټايګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د کنډيو صحرا بازانو او د عليشيرو للمې ټايګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د عليشيرو للمې ټايګر لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې د سپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د کنډيو صحرا بازانو لوبډلې په نهو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې جوړې کړي او لوبه يې د ۱۱ منډو په توپير سره وبايلله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې درې نيمې مياشتې دوام وکړ او په پای کې ګټونکي لوبډلې ته يو غرده موټرسايکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۷:۲۹
Background image

کابل کې د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د طبما ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۱۶
Background image

میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خانجان خېلو اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۱۱
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS