فاریاب کې د ۱۵۷ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کای کان کراټې کانچو ماتسو سبک دري دېرشم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۴:۴۶
فاریاب کې د ۱۵۷ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کای کان کراټې کانچو ماتسو سبک دري دېرشم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کراټې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۵۷ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کای کان کراټې کانچو ماتسو سبک دري دېرشم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې په بېلا بېلو وزنې کټګوریو کې ترسره شوې، په پایله کې د فاریاب ولایت ورزشکارانو د اوو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، د هرات ولایت ورزشکارانو د دوو امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د بادغیس ولایت د یو امتیاز په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۶:۲۸
Background image

ننگرهار؛ سرخرود ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخرود ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د کلباد ولسوالۍ په الچينو کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د قطر بلاغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په آريق باطر کلي کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS