خوست؛ ځوان زلميو لوبډلې د غرغښت ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ پنځم پړاو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۹:۱۸
خوست؛ ځوان زلميو لوبډلې د غرغښت ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ پنځم پړاو سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري او د عرفان هلال ساختماني شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز غرغښت لېسې لوبغالي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د غرغښت ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ پنځم پړاو سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې د ځوان زلميو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ځوان زلميو او غرغښت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ځوان زلميو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو نهو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۱۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې غرغښت لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۶۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۰ منډو په توپیر وبايلله.

د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته ۵۰،۰۰۰ افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS