بلخ؛ په شولگره ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۳۶
بلخ؛ په شولگره ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ياران رمضان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایلوبه کې ياران رمضان لوبډلې خپلې سیالې مولوي بلال لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS