جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فوتوا څوارلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۲:۵۳
جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فوتوا څوارلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګ‌فوتوا فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د روژې مبارکې میاشتې د نمانځلو په موخه د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فوتوا څوارلسم پړاو سیالۍ له یوې ورځې دوام وروسته پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د تک فایټ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۷ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS