خوست مرکز کې د ١۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۲:۴
خوست مرکز کې د ١۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د یاد ولایت مرکز اړوند په شمل اداري واحد کې د ١۰ لوبډلو ترمنځ د نوریزیو ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د لټک عطاء لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د لټک عطاء او د شمل سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لټک عطاء لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې شمل سټارز لوبډلې ته د ١۰۳ منډو هدف وټاکه په مقابل کې شمل سټارز لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۸۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ١۷ منډو په توپير یې لټک عطاء لوبډلې ته وبایلله.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۴۵
Background image

ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سجاد لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۴۴
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ لهدلوري د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د لسږ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د منصوري لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۴۲
Background image

لوګر کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز خضر بازار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ظفر آباد لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS