ننګرهار کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۹:۲۲
ننګرهار کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د پنځمې ناحیې په ورزشي جمنازیوم کې د ۲۱ جوړو( ۴۲ ) ورزشکارانو ترمنځ د ولايت په کچه د سوک وهنې ټاکنېزې سیالۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو د پای مراسمو کې د سوک وهنې ملي فدراسيون رييس قدير سلطاني، د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د نشراتو رييس اتل مشواڼي، د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس عبدالسلام وزيروال، استاذانو او د سوک وهنې ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د نشراتو رييس اتل مشواڼي د سیالیو ګډنوالو ته د ورستیو لاسته راوړنو په تړاو معلومات ورکړل نوموړي وویل، چې روان کال زمونږ ورزشکارانو تر بل هر وخت زیات نړیوال مډالونه ګټلي دي او دا په همدې دلالت کوي، چې په سیالیو کې شفافت موجود دی.

دغه سيالۍ، چې د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په پايله ۱۶ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ننګرهار ولايت د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د ننګرهار ولايت د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS