د هېواد د ورزش ادارې هيئت د خوست ولایت له ورزشي مسوولینو سره ولیدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست حقوقي سلاکار سید رسول افغاني او ورسره مله پلاوي خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ورزشي مسوولینو او اماکنو څخه لیدنه وکړه.
په دغه سفر کې په خوست کې د ورزشي اماکنو د پاتې پروژو د مالي پورونو او رغنیزو چارو د بشپړولو په موخه د یاد ولایت له اړونده ادارو سره خبرې وکړې او د پاتې پروژو په پورونو یې د قرارداد اسناد او ترسره شویو کارونو په نظر کې نیولو بیا کتنه وکړه.