زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستک نندارې ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جمناستک فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستک نندارې ترسره شوې.
دغه ورزشي نندارې د استاد روزي محمد په کلب کې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
