د اسپانیا فوټبال غوره لیګ ۲۵مې اوونۍ پر دوام؛ بارسلونا رایو وایکانو ته ماتې ورکړه

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ ۲۵مې اوونۍ پر دوام بارسلونا له رایو وایکانو سره خپله ۲۴مه سیالي وکړه، چې په پایله کې یې بارسلونا لوبډلې د ۱-۰ ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
بارسلونا له خپلو دغو لوبو څخه ۱۶ ګټلي، پینځه یې بایللي او درې نورې یې مساوي کړي دي، چې د ۴۰ ګولونه په وهلو سره د جدول په سر کې دی، ورپسې ریال مادرید او اتلتیکو مادرید دي، چې د جدول په دویم او درېیم مقامونو کې ځای لري.
د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې شل لوبډلو ګډون کړی، چې له ۱۳ اوونیو وروسته به پای ته ورسېږې.