ارزګان؛ په ګیزاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل سوې.

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۵
ارزګان؛ په ګیزاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل سوې.

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړونډ د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګیزاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د فوټبال ګروپي سيالۍ د ګيزاب اتلانو لوبډلې په بريا سره پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ګيزاب اتلانو لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او بريايې وګټله.

د ياد سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول دي، چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۶:۴۵
Background image

غور؛ مرغاب ولسوالۍکې د تيږې اچونې سيالۍ وشوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په مرغاب ولسوالۍکې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايله کې حبيب الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۶:۴۳
Background image

د بغلان پوهنتون د محصلینو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د د بغلان پوهنتون ورزشي مديريت له لوري د ياد پوهنتون د ۵۰ تنو محصلينو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۶:۴۰
Background image

غور؛ ساغر ولسوالۍ کې د واليبال خزاني جام سيالۍ د سرچشمه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ساغر ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال خزاني جام سيالۍ د سرچشمه لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS